د فلسطین په لوېدیځه غاړه کې د اسرایلي ځواکونو برید کې د حماس ډلې پنځه غړي وژل شوي دي. د رویټرز خبري اژانس خبر له مخې، د حماس امنیتي څانګې القسام ویلي چې اسرایلي ځواکونو د فلسطین لوېدیځې غاړې په عقبه جبر مهاجر کمپ کې چاپه اچولې او پنځه کسان یې وژلي دي. حماس ګواښ کړی چې د خپلو پنځو غړو غچ به اخلي.
































