په ترکیې او سوریه کې د زورورې زلزلې له امله د وژل شویو شمېر له ۴۳۰۰ اوښتی دی. د ترکیې د بیړنیو پېښو اداره وايي، په دغه هېواد کې نږدې ۲۹۲۱ کسان وژل شوي او زرګونه نور ټپیان دي. په سوریه کې بیا تر دې مهاله د څه باندې ۱۴۰۰ کسانو د وژل کېدو پخلی شوی دی. د راپورونو له مخې د شپې هم مرستندویان او د ژغورنې ډلو د زلزلې د قربانیانو رایستلو عملیات روان ساتلي، خو په سیمه کې د تېز باران او واورې ورېدو له کبله یې کارونه له خنډ او ځنډ سره مخامخ شوي دي. ترکي چارواکي وايي، چې د ژغورنې عملیات لا هم روان دي او وېره ده چې ښايي د قربانیانو شمېر نور هم لوړ شي. دواړو هېوادونو د نړیوالو مرستو غوښتنه کړې.
































