له افغانستان څخه بهر له پنځو زرو څخه د زیاتو ډالرو پر قاچاق بندیز ولګېد. د ریاست الوزرا دفتر په یوې اعلامیې کې ویلي چې هیڅوک نشي کولی د هوايي ډګرونو له لارې له پنځه زرو څخه زیات او د ځمکنیو سرحدونو له لارې له پنځه سوو څخه زیات ډالر بهر انتقال کړي. اعلامیه کې ویل شوي چې که څوک له پورته اندازې څخه ډير ډالر نقل کړي، د هریو میلیون ډالرو د لیږد په مقابل کې به یوکال، تر یو میلیونو کم د هر یو لک په مقابل کې به یوه میاشت حبس تیروي. په یاده اعلامیه کې راغلی چې له افغانستان څخه بهر د سرو زرو او قیمتي ډبرو پر قاچاق هم بندیز لګول شوی دی. په بیان کې همدارنګه راغلي چې له هیواد څخه د قاچاق پرمهال نیول شوي پیسې او سره زر د افغانستان بانک ته سپارل کیږي. ا.ا د دې ترڅنګ ویلي چې افغانستان ته د سیمې هیوادونو اړوندو پیسو قاچاق هم بند دی.
































