په دې وروستیو اونیو کې د مرموزو وژنو او بریدونو له زیاتېدو سره سم، د پټو کړیو د فعالیت په تړاو اندېښنې هم ډېرې شوې دي. تازه د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنی چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په یوه ټوېټ کې ویلي چې ځینې کورنۍ او بهرنۍ کړۍ په افغانستان کې د سولې د ځنډ او یا ناکامۍ په لټه کې دي. نوموړي دا څرګندونې په کابل کې د پنځو څارنوالانو تر وژل کېدو وروسته کړې دي. بلخوا ارګ بیا پر طالبانو غږ کړی چې له تاوتریخوالي لاس واخلي همدا راز پخواني ولسمشر حامد کرزي هم د مرموزو بریدونو په تړاو اندېښنه ښودلې ده.
پرون د کابل په ده سبز سیمه کې د لویې څارنوالۍ پر پنځو کارکوونکو برید وشو. په دې کسانو کې څارنوالان او د لویې څارنوالۍ هغه کارکوونکي شامل وو چې د سولې پروسې او زندانیانو د خلاصون په پروسه کې یې فعالیت کاوه. دوی د بګرام او نورو زندانونو ترمنځ تګ راتګ کاوه او د زندانیانو د خلاصون په پروسه کې یې ونډه لرله. پرون سهار هم پر خپل کار بوخت وو، چې د کابل په ده سبز ولسوالۍ کې ناپېژانده وسله وال برید ورباندې کوي او دغه کسان وژني. د برید مسوولیت هېڅ ډلې نه دی منلی، خو حکومت یې هم د عاملینو په نیولو نه دی بریالی شوی.
پر دغه پېښه ارګ، امریکا، پخواني ولسمشر حامد کرزي، ملګرو ملتونو او ګڼو نورو ملي او نړیوالو بنسټونو غبرګونونه ښودلي دي. د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پر دغه پېښه خواشیني څرګنده کړې ده او په خبره یې په کور د ننه او بهر ځینې کړۍ فعالیت کوي چې هڅه کوي د سولې د ځنډ او یا خنډ سبب شي. د ده په خبره: ((متحده ایالتونه د افغانستان د لویې څارنوالۍ پر څارنوالانو او د دې ډلې پر نورو غړو، چې د بندیانو د خلاصون چارې یې تسهیلولې، ننی برید په کلکه غندي. دغه برید چې د سولې د دښمنانو له لوري تر سره شو، د پنځو ملکي وګړو ژوند یې واخیست)).
خلیلزاد د یادو څرګندونو تر څنګ له افغان حکومت غوښتي چې دغه پېښه دې په هر اړخیزه توګه وڅېړي او په دې توګه دې هغه کړۍ پیدا کړي چې د سولې د تخریب او ناکامېدو په لټه کې دي. د خلیلزاد په وینا: ((موږ د بشپړې پلټنې غوښتنه کوو چې عاملین وموندل شي او عدالت ته وړاندې شي. دا برید هغه څه څرګندوي چې موږ ټول پرې پوهېږو، ورانکاري (کورني او بهرني) هڅه کوي چې بهیر زیانمن او وې ځنډوي)). خلیلزاد همدا راز د سولې په برخه کې پر ټولو فعالو بنسټونو او اشخاصو غږ کړی چې له کومې وېرې او اندېښنې پرته دې خپل ماموریت مخ ته وړي او په دې توګه دې په افغانستان کې اوږده جګړه پای ته ورسوي.
بلخوا ملګرو ملتونو هم دغه برید غندلی دی او له افغان حکومت یې غوښتي چې ژر تر ژره دې د برید عاملین د قانون منګولو ته وسپاري. په کابل کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یا یوناما وایي چې د سولې په برخه کې پر فعالو څارنوالانو برید د اندېښنې وړ مسئله ده.
پخواني ولسمشر حامد کرزي هم پر دغه پېښه غبرګون ښودلی دی. نوموړي له افغان حکومت غوښتي څو د ټولو هغو هڅو او فعالیتونو مخه ونیسي چې د سولې د تخریب او ځنډ په موخه د مخربو کړیو له لوري ترسره کېږي. د حامد کرزي په وینا پر څارنوالانو هم د افغانستان د سولې او امنیت دښمنانو برید کړی دی چې د نه بښل کېدو وړ ستر بشري او انساني جنایت دی.
ولسمشر غني بیا اړوند مسوولینو ته دنده سپارلې چې دغه پېښه په هر اړخیزه توګه وڅېړي. نوموړي به خپره کړې اعلامیه یو ځل بیا پر طالبانو غږ کړی دی چې د سولې لپاره تیاری ونیسي او تاوتریخوالی کم کړي.
هېره دې نه وي چې په دې وروستیو کې یو لړ مرموز بریدونه پیل شوي چې تر ډېره دیني علما، قاضیان او د محاکمو کارکوونکي پکې په نښه کېږي، هېڅ ډله یې مسوولیت نه اخلي او حکومت هم په دې تړاو تر اوسه معلومات نه دي خپاره کړي. وروستي برید د امریکا غبرګون هم پارولی او د جدي پلټنې غوښتونکې ده.
































