د ترکیې په جنوبي سیمه کې چې د دوشنبې د ورځې په زلزله کې سخته ځپل شوې، لسګونو افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د فیاض په نوم یو افغان ویلي چې ۷۰ تنه افغانان مړه شوي او ډیر شمېر لا هم د ودانیو لاندې ورک دي. د هغه په وینا، د ترکیې په لسو زیانمنو شویو ښارونو کې تر ۷۰ زره افغانان اوسیږي او د افغانانو نږدې ۱۰۰ کورونه هم ویجاړ شوي دي. په ترکیه کې د عبیدالله اسلم خان په نوم بل افغان امریکا غږ ته وویل چې د سلو په شاوخوا کې افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. هغه وویل چې د واکانت په سیمه کې ډېر افغانان زیانمن شوي دي. په ترکیې او سوریې کې د دوشنبې په ورځ د ریکتر په کچه د ۷.۸ درجې زلزلې د مړو شمېر له ۵۰۰۰ اوښتی دی. د امریکا په شمول ګڼو هېوادونو له زلزله ځپلو سره د مرستو غږ کړی دی.
































