د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې د ځانګړې استازولۍ مرستیالې پرون د هیلوټرسټ ماین پاکۍ موسسې له مشرتابه سره په افغانستان کې د ناچاوده مهماتو پر موضوع خبرې وکړې. رافایله لودیچي پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، د افغانستان په هر ولایت کې د جګړې د میراث په توګه لا هم ناچاوده مهمات پیدا کېږي. د هغې په وینا، د اروپايي ټولنې غړي هېوادونه په افغانستان کې د ناچاوده توکو پاکولو او د افغانانو له خوندیتوب سره مرستې ته ژمن دي. د سره صلیب نړیوالې کمېټې تېر کال ویلي وو، چې د ۲۰۲۲م کال له جنورۍ میاشتې تر اګست پورې په افغانستان کې د ناچاوده مهماتو د چاودنو ۴۳۵ پېښې ثبت شوي، چې له کبله یې څه باندې ۱۵۰۰ کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
































