د آلمان د اقتصاد او دفاع وزارتونو پرون په یوه ګډ بیان کې ویلي، چې اوکراین ته یې د ۱۷۸ لیوپارډ ۱ ټانګونو ورکړه تصویب کړه. د آلمان حکومت تېره اونۍ اوکراین ته د ترمیم او نویو شویو ټانګونو له صادرولو سره موافقه کړې وه. لیوپارد ۱ د جګړې د میدان لومړنی اصلي ټانک دی چې، له دویمې نړیوالې جګړې وروسته د آلمان د پوځ لپاره جوړ شوی و. کتونکي اټکل کوي چې، له ۱۹۶۵ څخه د نولس سوه اتیایمې لسیزې پورې دا ډول کابو ۴۷۰۰ ټانګونه جوړ شوي دي.
































