په ترکیه او سوریه کې د سختې زلزلې له امله د مړو شو یو کسانو شمیر له اتو زرو واوښت. د آلمان د DPA خبري آژانس نن د ترکیې د ولسمشر د مرستیال فواد اوتکي له ویلي، یوازې په ترکیه کې شاوخوا ۵۹۰۰ تنه مړه شوي دي. هغه زیاته کړه چې په ترکیه کې د دوشنبې د ورځې له خونړۍ زلزلې راهیسې تر ۳۴ زره زیات ټپیان ثبت شوي دي. په عین حال کې د سوریې د روغتیا وزارت خبر ورکړی دی چې په دغه هیواد کې د زلزلې له امله د وژل شویو کسانو شمیر ۲۳۰۰ تنو ته رسیدلی دی. بلخوا د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان لخوا پرون اعلان شوی درې میاشتنی بیړنی حالت د هیواد په لسو ایالتونو کې د نن ورځې راهیسې نافذ شوی دی.
































