د ازبېک رسنیو د راپور له مخې د افغانستان لپاره د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي عصمت الله ارګاشیوف د افغانستان لپاره د برېتانیا له ځانګړي استازي سره خبرې کړې دي. دوی پر سوله او په افغانستان کې پر روان اقتصادي او سیاسي وضعیت نظرونه تبادله کړي دي. دواړو لورو ویلي چې باید ژر تر ژره بین الافغاني خبرې پیل شي او په وینا یې دوی له دې پروسې سره هر اړخیزې همکارۍ ته تیار دي. دواړو لورو همدا راز ویلي چې په افغانستان کې به په ګډه د ځینو پروژو پر مخ ته بېولو او همدا راز ددغه هېواد د اقتصادي ودې په برخه کې همکارۍ کوي. ازبکستان تر دې وړاندې هم ویلي چې له افغان سولې سره بشپړې همکارۍ ته تیار دي او ان که اړتیا شي ددغه خبرو کوربه توب هم کوي.
































