د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، د شنبې له ورځې تر پرون پنجشنبې پورې شاوخوا ۹ زره افغان کډوال له ایران څخه خپل هېواد ته راستانه شوي دي. د دغه وزارت د مالوماتو له مخې، دا کډوال یا په خپله خوښه او یا هم د ایران له لوري په زوره ایستل شوي دي. د دغه وزارت د مالوماتو لهمخې په یاده موده کې له ایران څخه تر ټولو ډېر کډوال نیمروز ولایت ته راګرځېدلي چې شمېر یې ۵ زره ۵۷۹ تنو ته رسیږي. تېره اوونۍ په نیمروز کې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو ریاست ویلي وو، چې په یوه اونۍ کې د ورېښم پله له لارې دغه ولایت ته له ایران څخه ۷ زره افغانان بېرته راغلي دي.
































