په بادغیس کې د وسله والو طالبانو په برید کې لس افغان سرتېري وژل شوي دي. په ولسي جرګه کې د بادغیس د خلکو یوه استازي رسنیو ته ویلي چې تېره شپه د بادغیس په بالامرغاب ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ جګړه شوې ده. د هغه په خبره افغان ځواکونه په ګزمه وتلي وو چې وسله والو طالبانو برید ورباندې کړی دی او لس کسه یې وژلي دي. په وژل شوو کې ۷ کمانډو او ۳ د پولیسو د ځانګړې قطعې سرتېري شامل دي. په پېښه کې پنځه سرتېري ټپیان شوي هم دي. د بادغیس ځایي چارواکو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته معلومات نه دي ورکړي. وسله والو طالبانو هم د برید په اړه غبرګون نه دی ښودلی. دغه برید داسې مهال کېږي چې د سولې بین الافغاني خبرو لپاره تیاری روان دی او افغان حکومت له طالبانو د تاوتریخوالي د کمولو غوښتونکی دی.
































