په پاکستان کې د مالي کړکېچ په سختېدو سره د دغه هېواد د بهرنیو اسعارو زېرمه د لومړي ځل لپاره ۳ میلیارد ډالرو ته ټيټه شوې ده. اکسپرس ټریبیون پرون راپور ورکړی چې د پاکستان اسعاري زېرمه په وروستیو ۹ کلونو کې تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلې ده. د پاکستان دولتی بانک په خپل وروستي اوونيز راپور کې اعلان کړی چې د دغه هېواد د اسعارو زېرمه د بهرنیو پورونو ورکړې له امله ۲٫۹۲ میلیارد ډالرو ته رسېدلې ده. دغه مقدار پیسې د پاکستان د دوو اونیو واردات تضمينوي. په ورته وخت کې پاکستان اوسمهال د ۶٫۵ میلیارد ډالر پور پر سر د پیسو له نړیوال صندوق سره پر مذاکراتو بوخت دی. د يادونې ده، د پیسو نړیوال صندوق او پاکستاني پلاوي ترمنځ د پور په تړاو مذاکرات نن پای ته رسېدلي او اسلام اباد د دغه صندوق ټول شرایط منلي څو لږ تر لزه له اوسني مالي کړکېچه ووځي. دا په داسې حال کې ده چې پاکستان په وروستیو میاشتو کې له سخت اقتصادي کرکیچ سره مخ دی.
































