د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق یا یونېسف وايي، افغانستان تېر کال تر ټولو ناوړه بشري بحران تجربه کړ. دغه سازمان پرون په خپل کلني راپور کې ويلي، چې له نړیوالې ټولنې څخه د دغه هېواد واټن ددې ناورين لامل شوی. یونیسف ویلي، چې افغانستان له وړاندې د طبیعي پېښو له امله تر فشار لاندې و، خو په ۲۰۲۲ کال کې وضعیت نور هم خراب شوی دی. یونېسف د افغانستان په اړه د ۲۰۲۲ کال په راپور کې دا هم ویلي، چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو له اساسي حقونو څخه سرغړونې په چټکۍ سره زیاتې شوي دي. په دغه راپور کې له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو پر زدهکړو بنديز، او تفريحي پارکونو او په نادولتي مؤسسو کې کار ته د ښځو پرتګ بنديزونه هم ياد شوي دي.
































