د برېټانیا پارلمان دفاعي کمېټې په افغانستان کې د برېټانیا په رول او په ۲۰۲۱ کال له دې هېواده د بریټانوي ځواکونو وتل له ناورینه ډکه پېښه بللې او په اړه یې د یوې دولتي پلټنې د ترسره کېدو غوښتنه کړې. دغې کمېټې له افغانستانه په شرایطو د برابرو او زیان منونکو افغانانو د اېستلو پر بهير هم جدي نیوکه کړې. د کمېټې راپور راغلي زرګونه هغه افغانان چې بریټانیا کې د مېشتېدو په شرایطو برابر دي لاهم هلته پاتې دي او تر ګواښ لاندې ژوند کوي. د بریټانیا د کورنیو چارو وزارت د مالوماتو له مخې تر اوسه نږدې پنځلس زره افغانان چې بریټانیا ته د تګ په شرایطو برابر وو ایستلي دي. دغه وزارت وایي په شرایطو برابر درې سوه نور کسان یې هم تشخیص کړي چې له موندلو وروسته به یې له خپلو کورنیو سره وباسي. د برېټانیا حکومت وایې د افغان وګړو د مېشتېدنې بهیر لاهم روان دی چې له مخې به یې په پنځو کلونو کې شل زره په شرایطو برابر او زیان منونکي افغانان په دې هېواد کې مېشت کړي.
































