ایراني چارواکو په پلازمېنه تهران کې تجارتي اتحادیو ته یو لیک استولی دی چې په دوکانونو او د سوداګرۍ په مرکزونو کې باید نجونې او مېرمنې حجاب مراعات کړي. د دې لیک له مخې دا حکم په تهران کې د حجاب او عفت په نوم د قانون پر بنسټ شوی دی. د حجاب او عفت د قانون په اساس تر نهو کلونو مشرانې نجونې او ټولې مېرمنې باید حجاب مراعات کړي. د پروسږ کال په سپټمبر کې د پولیسو په توقیف کې د دوه ویشت کلنې مهسا امیني تر وژلو وروسته په ایران کې پراخ لاریونونه وشول چې په دې اعتراضونو کې مېرمنو ډېره برخه واخیسته. دا لاریونونه د ایران د اسلامي انقلاب له پيله تر اوسه د ایران اسلامي نظام ته تر ټولو ستر ګواښ و.
































