پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت سرپرست ملا محمد عباس اخند له جاپان غوښتنه کړې چې په اوسنیو حساسو شرایطو کې له اړمنو او ځورېدلو افغانانو سره په څنګ کې پاتې شي. یاد وزارت پر ټویټر لیکلي، د دې وزارت سرپرست پرون په کابل کې د جاپان له سفیر تاکاشي اوکادا سره لېدلي او اړمنو ته د رسېدو په اړه یې ورسره خبرې کړې دي. د دې وزارت سرپرست د افغانستان په ختیځ کې د تېتسو ناکامورا له فعالیتونو او پروژو ستاینه کړې ده. په کابل کې د جاپان سفیر ویلي، د جاپان خلک او حکومت په افغانستان کې د تېتسو ناکامورا د پروژو بشپړولو په اړه د نظر توافق لري.
































