طالبان دې د زور پر ځای له سیاسي لارو خپلو موخو ته د رسېدو لپاره کوښښ وکړي. د ملي مصالحې د عالي شورا رییس داکټر عبدالله عبدالله د اروپايي ټولنې له سفیرانو سره پر سولې او نورو اړوند مسایلو خبرې کړې دي. نوموړي ویلي طالبان به لیدلوری او سیاسي موخې لري خو اوس باید په دې پوه شي چې جګړه او زور نه بلکې سیاسي مبارزه موخو ته د رسېدو غوره لار ده. هغه همدا راز ویلي چې له طالبانو سره د سولې په خبرو کې مهم موارد په پام کې نیول کېږي او د ښځو، ماشومانو او اقلیتونو حقوقو به حفظ کېږي. هغه له اروپايي تولنې سره پر ژورو اړیکو ټینګار وکړ او په خبره یې دوی له نړیوالو سره د ښو اړیکو غوښتونکي دي او د سولې په برخه کې ددوی له مرستو او همکاریو مننه کوي.
































