د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافېرې پرون د ساینس په برخه کې د ښځو او نجونو د نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي چې افغان نجونې د ساینسي علومو له زده کړو محرومې شوي. هغې پوښتنه کړې چې افغانستان څه ډول ساینس پوهانو ته اړتیا لري. کرن ډیکر پر خپله ټویټر پاڼه د افغان نجونو د روباټیک ټیم د غړو په ګډون د یو شمېر افغان ښځینه ساینس پوهانو یادونه هم کړې ده. هغې د افغان نجونو د تعلیم د بندیزونو په لرې کولو ټينګار کړی دی.
































