د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې استازی وايي د ط البانو بیا واکمنېدو وروسته افغانستان کې بدلون باید په خپله د افغانانو په لاس د سوله ییزو لارو چارو په خپلو رامنځته شي. توماس نیکلاسون چې د سیمې هېوادونو ته د لیدنې لړ کې هند تللی وايي د ط البانو واکمنېدو را وروسته موده کې بشري حقونو په سیستماتیکه توګه تر پښو لاندې شوي دي. هغه له یوې هندي رسنۍ سره په مرکه د دې پوښتنې په ځواب کې چې د ط البانو د پرېکړو پر وړاندې چې له مخې يې پر ښځو او نجونو بندیز لګول شوی، اروپايي ټولنه څه کولی شي وویل چې بدلون باید په خپله د افغانانو په لاس په سوله ییزه بڼه وي خو دوی یې شرایطو چمتو کولو مرسته کوي.
































