په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت یوناما رییسې روزا اوتونبایوا د عدلیې وزارت له سرپرست مولوي عبدالحکیم شرعي سره لېدلي دي. یوناما پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې پهدې لېدنه کې د اوسنیو قوانینو د اروزنې لړۍ په اړه خبرې شوې دي. یوناما زیاتوي، اغلې اوتونبایوا د ۱۳۰۰ نارینه مدافع وکیلانو د جوازونو غځېدو ته په اشارې، له سرپرست وزیر غوښتنه کړې چې د ښځینه مدافع وکیلانو جوازونه هم وغځوي، ځکه په وینا یې د هغوی تخصص د افغان ښځو او ماشومانو لپاره د عدالت د تامین په برخه کې حیاتي دی.
































