د پاکستان پخوانی صدراعظم عمران خان په هیواد کې د پاکستاني ط البانو بریدونو ډیروالي ته په اشارې وایي چې د امنیتي ځواکونو بې پروایي د دې سبب شوې چې دا ډله بېرته منظمه او فعالیت یې ډیر شي. عمران خان ویلي چې د ده د واکه د لرې کېدو وروسته نوي حکومت د پاکستاني ط البانو په فعالیتونو سترګې پټې کړې او همدې کار دې ډلې ته فرصت ورکړی چې بېرته ځان راټول کړي. په پاکستان کې تازه د تاوتریخوالي پېښې ډیرې شوي. ډیری دا بریدونه د پاکستان په امنیتي ځواکونو کیږي او د کولو ادعا یې تحریک ط البان پاکستان کوي. پاکستاني ادعا کوي چې تحریک ط البان پاکستان په افغانستان کې دننه د پټېدو خوندي ځایونه لري خو د افغانستان سرپرست حکومت دا ادعاوې نه مني او دا یې هم ویلي چې هیچا ته به اجازه ورنکړي چې د افغانستان د خاورې نه د بل چا پر ضد ګټه واخلي.
































