تمه کېږي د ایران ولسمشر ابراهیم ریسي له چین سره د اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا په هدف په درې ورځني سفر پیکنګ ته لاړ شي. د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې ریسي د چین د ولسمشر شي جین پېنګ په رسمي بلنه نن ناوخته چین ته ځي. د دواړو هېوادونو ولسمشرانو د لومړي ځل لپاره د تېر کال په سپټمبر میاشت کې په ازبکستان کې د شانګهای همکارۍ سازمان د غونډې پر مهال سره کتلي وو. ریسي په هغه کتنه کې د تهران او پېکنګ ترمنځ د اړیکو د پراختیا غوښتنه کړې وه.
































