عامې روغتیا وزارت وایي دوی د فساد په اړه د خپرو شوو راپورونو د ارزولو لپاره یو پلاوی ګومارلی دی. تېره ورځ ناوخته ددغه وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي دي چې دغه پلاوی به د وزارت مرکزي ګودامونه ګوري او د ټولو مفسیدینو پر وړاندې به اقدام کوي. سرچینه کاږي له فساد سره مبازره ددوی لومړیتوب دی او په دې برخه کې به خپل اقدامات چټک کړي. له دوو ورځو راهیسې په رسنیو کې داسې راپورونه خپرېږي چې ددغه وزارت له ګودامونو طبي وسایل غلا شوي او پاکستان ته لېږدول شوي دي. وزارت دغه راپورونه رد کړي خو اوس یې د پلټنو لپاره پلاوی هم ګومارلی دی. تېره ورځ امنیتي او کشفي ارګانونو ددغه وزارت یو کارکوونکی د اتیا زره امریکایي ډالرو رشوت د اخیستو پر مهال هم نیولی و او لویه څارنوالي ددغه قضیې د څېړلو خبر هم ورکوي.
































