د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نېکلاسون د افغانستان په اړه د مشورو په موخه یې هند ته د درې ورځني سفر پر مهال، له هندي چارواکو، افغان ډېپلوماټانو او د سیمې او نورو نږدې شریکانو سره لېدلې دي. نېکلاسون همداراز وايي، له هندي چارواکو سره یې د دې لېدنې پر مهال په افغانستان کې د ګواښوونکي بشري بحران په اړه اندېښنه څرګنده کړې او پر دې یې موافقه کړې چې بشرپاله مرستو ته سخته اړتیا لېدل کېږي. نېکلاسون زیاتوي، د وضعیت د پوهاوي او له اړمنو افغانانو د ملاتړ لپاره يې په کابل حضور ګټور دی او زیاتوي چې په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت په اړه یې هم بحث کړی او ټینګار کوي چې د اوږدمهاله ټیکاو او سولې لپاره ټولګډونوالي ته اړتیا لېدل کېږي.
































