د ترکیې دعدلیې وزارت د ۱۳۰ کسانو د نیولو حکم کړی دی، ګمان کېږي دا کسان د هغو غیر معیاري ودانیو په جوړلو کې دخیل وو چې د تېرې دوشنبې د ورځې په زلزلې کې نړېدلې دي. د ترکیې د عدلیې وزیر بکیر بوزداغ پرون ویلي چې دا کسان د هغو ودانیو د نړېدو له کبله، چې د زلزلې پر وړاندې یې مقاومت نه دی کړی، تر عدلي څار لاندې دي. ترکي چارواکو ویلي چې لس کسان یې نیولي دي او اوه نور کسان یې ممنوع الخروج اعلان کړي دي. په ټولنیزو رسنیو کې یوه ویدیو خپره شوې ده چې د استانبول پولیسو د یو ساختماني شرکت مشر محمد یاسر چوسکون مونتینګرو ته تر سفر مخکې نیولی دی. ترکیه د ودانیو د جوړولو لپاره د زلزلې ضد په معیارونو برابر قوانین لري خو راپورونه وايي چې دا قوانین په سختۍ پلي کېږي چې د ودانیو د نړېدو یو عامل همدا دی.
































