جوزجان ولایت کې سړک غاړې ماین چاودنې اووه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده. د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین د دې خبر د پخلي تر څنګ ویلي چې یاده چاودنه تېره ورځ ناوخته د جوزجان ولایت د مردیان ولسوالي په قلعه فروک سیمه کې د ملکي وګړو پر ریکشا باندې شوې ده او له امله یې شپږ ملکي وګړي وژل شوي او یو بل ټپي دی. که څه هم د یادې پېښې پړه تر اوسه پورې کومې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې خو ارین یې پړه پر وسله والو طالبانو وراچولې ده.
































