د افغانستان د رېل پټلۍ ادارې مسوولین وايي له ازبکستان سره يې د رېل پټلۍ په برخه کې په ۱۰ سلنه تخفیف نوی تړون لاسلیک کړی دی. د رېل پټلۍ ادارې رییس بخت الرحمن شرافت وايي افغانستان پخوا له قزاقستان هېواد سره په کلنۍ توګه د رېل پټلۍ د کرایي په برخه کې په ٤١ میلیونه ډالر تړون لاسلیک کړی و. خو دی وایي چې په همدې برخه کې نوی تړون له ازبکستان سره په ۳٫۷ میلیونه ډالره لاسلیک شوی دی. هغه زياتوي، دغه تړون د دوو کلونو لپاره لاسلیک شوی چې له مخې يې، د ترمز – مزارشریف د رېل پټلۍ حفظ او مراقبت هم د ازبکستان هېواد پر غاړه دی. په همدې حال کې د ازبکستان د رېل پټلۍ استازی جمشید بابه قل وايي چې د دواړو هېوادونو ګډ پلاوي د مذاکراتو په څنډه کې د ازبکستان – مزارشریف د رېل پټلۍ پر غځولو هم ټینګار وکړ. هغه وویل، هېواد يې هڅه کوي چې د حیرتان رېل پټلۍ تر پاکستان پورې وغځوي.
































