د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان وايي، له ولسمشر ابراهیم رییسي سره چین ته تللی دی. د ایران د بهرنیو چارو وزیر دغه سفر پرون په یوه ټویټ کې اعلان کړی دی. عبداللهیان ویلي، چې دوه اړخیزې اړیکې، څو اړخیزه او د متوازن بهرني سیاست تعقیب يې د اجنډا په سر کې دي. د ایران د بهرنیو چارو د وزیر په وینا، بیجینګ او تهران د ستراتیژیکو همکاریو د بشپړ تطبیق لپاره هوډمن دي. ایران د خپل اټومي پروګرام له امله له څو کلونو راهیسې د لویدیځ او په ځانګړې توګه د امریکا تر سختو بندیزونو لاندې دی. له همدې امله ایران په اسیا کې د امریکا له دوو سیالانو روسیې او چین سره خپلې اړیکې پراخې کړې دي.
































