د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال دفتر وایي، د یاد ریاست د سوالګرو راټولولو کمېټې تر دې دمه له کابل ښار څخه ۲۸۴۳۳ سوالګر راټول کړي. یاد ریاست په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې د راټولو شویو سوالګرو له ډلې ۱۲۲۷۲ ښځینه دي چې تر ارزونې وروسته یې ۵۶۱۷ مستحقې او ۶۶۵۵ یې بیا حرفوي سوالګرې پېژندل شوې دي. اعلامیه زیاتوي چې ۳۷۱۶ نور نارینه دي چې تر ارزونې وروسته یې ۱۱۹۳ مستحق ګڼل شوي او ۲۵۲۳ بیا حرفوي سوالګر دي. په راټولو شویو سوالګرو کې بیا ۱۲۴۴۵ ماشومان دي چې له ډلې یې ۴۳۵۹ مستحق او ۸۰۱۶ حرفوي او ۷۰ بې سرپرسته ماشومان دي. په اعلامیه کې راغلي چې بې سرپرسته سوالګر ماشومان له بایومیټریک وروسته د کار او ټولنیزو چارو وزارت له لوري روزنتون ته داخلېږي او هلته ورته پر اعاشې سربېره د زده کړو او تعلیم زمینه هم برابرېږي.
































