ولسمشر محمد اشرف غني د ملي مصالحې عالي شورا له رییس ډاکټر عبدالله عبدالله سره لیدلي دي. له ارګه د رالېږل شوې خبرباڼې له مخې، په دې لیدنه کې چې تېره ورځ په ارګ کې ترسره شوې، دواړو لوریو د سولې پروسه کې د وروستیو پرمختګونو، په دې پروسه کې د راتلونکو اقداماتو او له طالبانو سره د دولت د مذاکره کوونکي ټیم د مخامخ مذاکراتو پیل په اړه مفصلې خبرې اترې شوې دي.
































