د امريکا حکومت څو ورځې مخکې اعلان وکړ، چې په موقتي توګه به پر سوریې بنديزونه نرم کړي او مرستندويه سازمانونو او هېوادونو ته يې يوازې ۱۸۰ ورځې وخت ورکړی، چې د سوریې له زلزله ځپلو سره مرستې وکړي. د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين بیا یوې خبري ناستې ته ويلي، چې امريکا دې جيو پوليټيکي غوښتنې پای ته ورسوي، بشري ناورينونه دې نه جوړوي او پر سوريې ټول لګيدلي غير قانوني يو اړخيز بنديزونه دې لېرې کړي. نوموړي ويلي، چې امریکا دې د موقتي نرمښت په نوم سياسي ننداره نه جوړوي.
































