د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا پخوانی استازی زلمی خلیلزاد وايي، داع ش د ا.ا او نړیوالې ټولنې ګډ دښمن دی. زلمي خلیلزاد په یوه ټوېټ کې لیکلي چې د داعش پر ضد همکاري د راتلونکو اړیکو مهمه برخه کېدای شي. د دوحې تړون د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ په میاشت کې د امریکا او ا.ا ترمنځ لاسلیک شو. نوموړي دغه څرګندونې، پرون په کابل کې د داع ش ډلې پر یوه پټنځای د ا.ا امارت د ځواکونو تر برید وروسته کړې دي.
































