په اسلاماباد کې د افغانستان سفارت وايي، چې د پاکستان له زندانونو د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۷۰ تنه افغان بندیان خوشې شول. افغان سفارت زیاته کړې، چې دغه افغانان تېره ورځ ازاد او افغانستان ته لېږدول شوي دي. د یادونې چې تر دې مخکې هم په پاکستان کې سلګونه افغانان چې د دغه هېواد د سند ایالت د کراچۍ ښار پولیسو له خوا د قانوني اسناد نه لرلو په تور نیول شوي وو، د افغانستان د سفارت او د یاد هېواد د جنرال کونسلګرۍ د هلو ځلو په پایله خوشي شول.
































