آلمان غواړي چې په افغانستان کې یو شمېر ځانګړې پراختیایي پروژې له سره پيل کړي. د آلمان د ډي پي اې خبري اژانس د راپور لهمخې برلین دغه اقدام لهدې سره سره کوي چې په افغانستان کې د ښځو پر کار او تعلیم بندیزونه لا پر خپل ځای دي. د آلمان د اقتصادي او پراختیایي همکاریو وزیرې اسفنیا شولزه ویلي، د دغو پروژو په عملي کولو کې له ښځو سره او د ښځو لپاره معیار په نظر کې نیول کېږي. د آلمان حکومت وایي، تر هغو چې افغان ښځې په پروژو کې کار کولی شي، د هغوی لومړنیو خدماتو ته ژمن دي، ځکه د دوی په ټکو افغانستان کې دا چارې له ښځو د ملاتړ په برخه کې ګټورې دي. د آلمان د اقتصادي همکاریو وزیرې اسفنیا شولز د خپلو پروژو د کار د بیا پیل له اعلان سره هممهاله یو ځل بیا له ا.ا غوښتي چې د ښځو حقونو ته ژمن پاتې شي.
































