د ا.ا د کابینې په ۲۳مه غونډه کې د عامې روغتیا وزارت له لوري د جمهوریت روغتون د ریفورم طرحه تایید شوه، چې د عملي کېدو پلان جوړونه يې له یاد وزارت سره په ملتیا اداري کمیسیون ته وسپارل شوه. په دې غونډه کې همدارنګه د یاد وزارت اړوند د زرقي محلولاتو د فابریکي د فعالولو وړاندیز تایید شوی، چې د دواړو پرېکړو د تطبیق د لګښت اړوند مالیې وزارت ته دنده وسپارل شوې، چې د راتلونکي مالي کال بودجه کې يې په پام کې ونیسي. د کابینې په دې ناسته کې د چارو ادارې لوی ریاست ته هم دنده سپارل شوې، چې په غزني ولایت کې د اسلامی ثقافت مرکز په نوم ودانۍ تصرف خپل کړي او د ساتنې او څارنې په موخه يي بېل آمریت رامنځته کړي، د دې تر څنګ په دې مرکز کې سرپوښ بازار او مېلمستون د غزني تخنیکي پوهنتون ته وسپاري. په غونډه کې همدارنګه پرېکړه شوې، چې د عامي روغتیا وزارت د مرستیال په مشرۍ د ملي دفاع، کورنیو چارو او ماليې وزارتونو او د استخباراتو لوی ریاست ګډ پلاوی د هېواد په ځینو نظامي روغتونونو کې د طبي سامان الاتو له څېړنې وروسته د خوندي کېدو، ترمیم او ګټې اخیستنې اړوند تصمیم ونیسي.
































