د پاکستان پنجاب ولایت کې په یوه مسافر وړوونکي اورگاډي کې د رفتار پر مهال درنې چاودنې دوه تنه وژلي او ۱۰ تنه نور یې ټپیان کړي دي. د پنجاب پولیس وایي، څېړنې روانې دي څو څرگند شي چې چاودنه د بم یا کوم بل څه له کبله رامنځته شوې ده. د پاکستان د اورګاډو ادارې ویلي، د چاودنې له کبله په وژل شوو کې یوه مېرمن هم شامله ده. ژغورن ډلو ویلي د چاودنې له کبله وژل شوي او ټپیان یې نږدې روغتون ته رسولي. له دې چاودنې نږدې شل ورځې وړاندې هم له کوټې کراچۍ ته پر لاره د یوه بس غورځېدو له کبله لسګونو مسافرو ته مرګژوبله اوښتي وه.
































