د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږی اداره وايي، په روان زېږدیز کال کې د افغانستان څه باندې ۱۷ میلیونه خلک روغتیايي مرستو ته اړتيا لري چې څه باندې ۱۵ میلیونه وګړو ته لومړيتوب ورکړل شوی دی. یاد سازمان ليکلي د دې لپاره چې دوی په ښه ډول بېړنيو روغتيايي پېښو ته ځواب ووایي او دغه راز مور او ماشوم ته روغتیايي خدمات وړاندې کړي او معلولو وګړو ته مرستې ورسوي ۴۵۰ میلیونه ډالرو ته اړتيا لري. دغه سازمان څو ورځې مخکې هم وو چې روان ۲۰۲۳ زېږديز کال کې په افغانستان کې ۲۸٫۳ میلیونه خلک مرستو ته اړتيا لري چې يوه مهمه برخه يې روغتیا ده. له لسيزو تېرېدو سره سره لا هم افغانستان د روغتیا په برخه کې اړین پرمختک نه دی کړی او نړیوالو مرستو ته اړتيا لري.
































