د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، په تېرو دوو ورځو کې له ایرانه څه باندې درې زره افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي. د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت نن په خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې په ایران کې مېشت درې زره او ۲۰۱ افغان کډوالو د سلواغې په ۲۴مه او ۲۵مه د هرات له اسلام کلا او د نیمروز له پل ابریشمه هېواد ته راستانه شوي دي. سرچینې زیاته کړې ده، د دغه وزارت د سرحدي مسوولينو معلوماتو پر اساس، د دغو خلکو له ډلې یو زر او ۷۲۳ کسان د اسلام کلا له پولې او یو زر او ۴۷۸ کسان د ابریشم پله له لارې هېواد ته راستانه شوي دي. سرچينې ویلي، د راستنو شوو له ډلې يې ۴۴۴ کسان د مرستې ترلاسه کولو په موخه د کډوالو نړیوال سازمان دفتر ته ورپېژندلي دي.
































