میډل ایسټ انسټیټیوټ افغانستان کې د ایران د نفوذ په اړه یو اوږد راپور خپور کړی دی. د یاد انسټیټیوټ په خپاره شوي راپور کې راغلي چې ایران له افغانستان سره قوي مذهبي او کلتوري اړیکي لري او دغه راز یاد هېواد په سیمه کې د امریکا د نفوذ پراختیا پر ضد له هیڅ راز هڅو مخ نه ګرځوي. راپور کاږي، ایران چې د افغانستان او افغانانو په اړه سم پوهاوی لري له مودو راهیسي په دغه هېواد کې خطرناکه پالیسي تعقیبوي. په راپور کې راغلي، که څه هم دا هېواد له طالبانو سره تاریخي تضاد لري خو له طالبانو سره د سعودي د اړیکو پرې کېدو او دغه راز له دغې ډلې سره د قطر د اړیکو پیاوړتیا بیا د ایران او طالبانو تر منځ ملګرتیا هم باوري کړې ده. د راپور له مخې، که څه هم ایران له افغان شعیه ګانو سره چندان خواخوږي نلري خو له دې امله چې دوی بیا دا خلک د خپلو موخو لپاره نورو هېوادونو کې ترهګریزو جګړو ته واستوي نو ورسره خواخوږي ښیي او له طالبانو یې هم د شعیه لږکیو د خوندیتابه غوښتنه کړې ده او په غبرګون کې یې په دې وروستیو کې طالبانو د افغانستان په شمال کې د یوې ولسوالۍ ولسوال هم د مولوي مهدي مجاهد په نامه یو شعیه ټاکلی دی او ښایي دې کار ته دوام ورکړي. راپور کې وړاندې راغلي، مجاهد په یوه وینا کې خپلو ملګرو ته وایي، ایا تاسې د روسانو پر وړاندې د خپلو وروڼو په څنګ کې د خپلو اجدادو پاڅون له یاده ایستلی دی، که مو په یاد وي نو اوس هم باید د یهودي او مسیحي یرغلګرو پر وړاندې د خپلو همسنګرو تر څنګ ودرېږئ.
































