په فارياب کې سيمه ييزې سرچينې وايي، چې د دغه ولايت په لومړۍ نمبر لويې لارې کې د يوې ترافيکي پېښې له امله درې تنه وژل شوي او درې نور ټپيان دي. د فارياب د ترافيکو مدير محمد فهيم کوهي وايي، چې پرون له ميمنې ښار څخه شپږ تنه ځوانان په يوه فيلډر ډوله موټر کې د مزارشريف پر لور روان وو، چې د سپرلۍ موټر يې له سړک څخه اوښتی دی. نوموړی زیاتوي، چې په دې پېښه کې د یاد موټر درې تنه سپرلۍ وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي. د لويو لارو خرابوالی او د موټرو بې احتياطي هغه لوی لاملونه دي چې د مسؤلينو په وينا افغانستان کې د ترافيکې پېښو لامل کېږي.
































