د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا ځانګړې څارونکې ادارې یا سيګار د امريکا کانګرس ته تازه یو راپور استولي راپور کې راغلي چې په افغانستان کې د کال په روان فصل کې هم کوکنار کرل شوي دي. په دې راپور کې راغلي چې، د روان فصل تارياک د ثور په مياشت کې ټوليږي او دا فصل به له نشهيي توکو سره د ا.ا د حکومت چلند روښانه کړي. د سيګار ادارې د امريکا کانګرس ته په لېږل شوي راپور کې ويلي، که څه هم واشنګټن له ۲۰۲۱ ميلادي کال راهیسې په افغانستان کې په مستقيم ډول د کوکنارو د کښت څارنه نهکوي، خو د ملګرو ملتونو له نشهيي توکو سره د مبارزې ادارې سره په ګډه همکارۍ د کوکنارو کښت د توليد وضعیت څاري. د امريکا له نشهيي توکو سره د مبارزې او قانون عملي کولو ادارې له ۲۰۲۲ ميلادي کال له لومړيو وختونو څخه بیا د ډسمبر د میاشتې تر پايه پورې، په افغانستان کې د کوکنارو د کښت او تارياکو د توليد په اړه د سروې په برخه کې تر ۲۵ ميليونو ډالرو ډېرې پيسې لګولي دي.
































