په کراچۍ کې افغان قونسل عبدالجبار تخاري وايي، د پاکستان په زندانونو کې ۶۵۰ افغان بندیان لا هم د بند شپې او ورځې سبا کوي. د ا.ا دغه ډېپلومات له پاکستانه غوښتي چې د پاکستان په زندانونو کې بند افغان کډوال خوشې کړي. په ورته وخت کې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مرستيال وايي، هره ورځ شاوخوا دوه زره افغان کډوال له ایران څخه هېواد ته راستنېږي. دغه وزارت وايي، ایراني چارواکو له افغان کډوالو سره د ښه چلند ژمنه کړې ده. پاکستان او ایران د شاوخوا اته میلیونه افغان کډوالو کوربانه دي. دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د دواړو هېوادونو د نظاميانو له خوا له افغان کډوالو سره د ناوړه چلند راپورونه ورکړل شوي دي.
































