په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا وايي، درېیو پر لپسې وچکالیو افغانستان سخت ځپلی دی. د ملګرو ملتونو دغه اداره وايي، په ۲۰۲۲ کال کې د وچکالۍ له امله د هغو کورنیو شمېر اووه سلنه ډېر شوی چې پاکو اوبو ته اړتیا لري. دغې ادارې ویلي، په افغانستان کې د ۱۴ میلیونه کسانو لپاره د څښاک پاکو اوبو ته د لاسرسي لپاره ۴۷۹ میلیونو ډالرو ته اړتیا ده. په افغانستان د وچکالۍ امله په ډېرو سیمو کې تر ځمکې لاندې اوبه هم کمې شوې دي او د پاکو اوبو څاه ګانې هم وچې شوې دي. سږ کال په افغانستان کې کمسارو سیلابونو په ډېرو برخو کې د څښاک د اوبو سیستمونه وېجاړ کړل. له همدې امله په ګڼو ولایتونو کې داسې ناروغۍ پيدا شوې چې اصلي لامل یې د پاکو اوبو نشتوالی بلل کېږي.
































