د چين د سينوهادرو ګروپ د نړيوالو پروژو شرکت د فبرورۍ په ۱۵مې نېټې د زامبيا د کوپربيلټ ولايت په کيټوي ښار کې د برېښنايي سټېشن پراختيايي پروژه پرانېستله.
د دغې پروژې په پرانيستونکو مراسمو کې د زامبيا ولسمشر هاکاینډ هيچيلمه هم ګډون کړی و او د پرانېستلو پټۍ يې پرې کړه.
هيچيلمه د دغه بريښنايي سټيشن د پراختيايي پروژې بشپړېدل ډېر مهم بللي او ويلي يې دي، چې هېواد يې د برېښنا له کمښت سره مخ دی او دغه پروژه به یې ياده تشه تر ډېره ډکه کړي.
ياده پروژه د زامبيا د کوپربيلټ ولايت په کيټوي ښار کې ده، چې ۳۱۵ زره متر مربع پراخوالی لري او په کال کې د ۵۶ ميليونه کيلوواټو بريښنا د توليد ظرفیت لري.
































