د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې د یاد هېواد د ملي امنیت پخوانی سلاکار جان بولټون باید زنداني او شتمني یې ضبط شي. د سپوټنیک اژانس د خبر له مخې، ټرمپ زیاته کړې، بولټون باید دا سزا له دې امله وویني چې د امریکا د ملي امنیت محرمانه اسناد یې افشا کړي دي. هغه ویلي، دی په تېر وخت کې هم د بولټون پر بښلو پښېمانه دی او هغه یې باید له سپینې ماڼۍ د کور پر ځای زندان ته لېږلی وای. د یادونې ده چې ټرمپ وړاندې تر دې هم د بولټون کتاب له دروغو او بې ځایه ادعاوو ډک بللی و، خو یاد کتاب په امریکا او نوره نړۍ کې د خلکو له تاوده هرکلي سره مخ شوی دی.
































