امریکا کې د پولیسو له لوري د تورپوستو پر وړاندې تر تشدد وروسته په یاد هېواد کې په تېره یوه شپه او ورځ کې ۸۲ وسله وال بریدونه شوي دي. د امریکا د وسله وال تاوتریخوالي پېښو د ثبت مرکز د معلوماتو له مخې، دا امنیتي پېښې د امریکا په ډېریو هغو ایالتونو کې رامنځته شوې دي چې په دې وروستیو کې د توکمیز تاوتریخوالي پر ضد د اعتراضونو شاهدان وو. د یادې ادارې په وینا په دې پېښو کې ۲۱ کسان وژل شوي او ۶۲ نور ټپیان دي. تر اوسه د یادو پېښو د څرنګوالي او انګېزې په اړه یې څه نه دي ویل شوي.
































