د کاناډا د پارلمان یوې غړې هدر مک فرسن د دغه هېواد له حکومته غوښتي، چې له افغانستان سره د مرستو پر وړاندې پراته خنډونه لرې کړي. د نوي ډیموکراتیک ګوند د غړې هدر مک فرسن دغه وړاندیز د کاناډا د پارلمان د بهرنیو اړیکو او نړیوالې پراختیا کمېټې لخوا تصویب شوی دی. په دې وړاندیز کې د کاناډا له لیبرال حکومت څخه د جزايي کوډ د هغې برخې د اصلاح غوښتنه شوې، چې دا مهال افغانستان ته د بشري مرستو مخه نیسي. مک فرسن ویلي، په داسې حال کې، چې نورو هېوادونو ان مخکې بشري معافیتونه رامنځته کړي او خپلو اړوند ټولنو ته یې په افغانستان کې د فعالیت اجازه وکړې، دا په دې مانا ده، چې میلیونونه افغانان مرستو ته سخته اړتیا لري او پاملرنه ورته نه کیږي.
































