د پاکستاني ط البانو تحریک د پاکستاني پوځیانو پر وړاندې د نورو بریدونو د کولو خبرداری ورکړ. دا خبرداری داسې وخت ورکول کېږي چې تېره شپه په کراچۍ کې د پولیسو پر یوه مرکزي دفتر د پاکستاني ط البانو په ډله ییز برید کې دوه بریدګر او دوه پوځیان ووژل شول. د پاکستاني ط البانو تحریک یا ټي ټي پي نن په یوه اعلامیه کې ویلي، پولیس باید د غلام پوځ پر وړاندې د جګړې پر مهال له موږ ځانونه لرې وساتي، که نه د لوړ رتبه پولیسو پر خوندي مرکزونو به بریدونه دوام وکړي.
































