طبيعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وايي په تېرو درېيو ورځو کې د هېواد په څلورو ولايتونو کې د طبيعي پېښو له امله اتو کسانو خپل ژوند لاسه ورکړی او ۲۸۸ کورونه بشپړ یا نیم تخريب شوي دي. د دغه وزارت ویاند شفیع الله رحیمي وايي چې پېښې د روانې سلواغې مياشتې له ۲۷مې تر تېرې ورځې په بدخشان، فراه، جوزجان او بادغيس ولايتونو کې شوې دي. د هغه په وينا په دغو ولايتونو کې د واورې ښوويېدو، زلزلې او توپان له امله ۹۰ کورونه بشپړ ویجاړ شوي ۱۹۸ کورونه يو څه تخریب شوي او اتو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. نوموړي دغه راز وویل چې په دغو ولايتونو کې ۱۵۰ څاروي هم مړه شوي دي. دی وايي، دغه وزارت د روانې مياشتې له پیله تر اوسه د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د نړیوالو مرستندویه موسسو په مرسته ۴۰ زره کورنیو ته بشري مرستي رسولي دي.
































