بريتانیا له هغو هېوادونو سره مرستې ته چمتو ده چې غواړي اوکراین ته اوسمهال جنګي الوتکې ورکړي. د بريتانیا صدراعظم ریشي سوناک دا څرګندونې پرون د مونیخ امنیتي غونډې ته د وینا پرمهال وکړې. هغه د اوکراین پر متحدانو غږ وکړ چې د روسیې پر ضد په روانه جګړه کې د اوکراین ملاتړ وکړي. سوناک ویلي چې بريتانیا له اوکراین سره په نورو برخو کې مرسته کولی شي.
































